د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له ۲۰۱۳کال راهیسې د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د ازادۍ په اړه رپوټونه چمتو کوي. دغه رپوټونه په هرو شپږو میاشتو کې یوځل خپریږي. د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت ترپوښښ لاندې راولي او هم هغه ګواښونه او تاوتریخوالي په ګوته کوي چې خبریالان ورسره په درست هیواد کې مخ دي. کمیټه د کال په اوږدو کې د تاوریخوالو او ګواښونو هغه موارد ثبتوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ورسره د هیواد په ۳۴ولایتونو کې مخ کیږي.
کمیټه د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو د ثبت لپاره یوه دقیقه کړنلاره لري. موږ د هیواد په هرولایت کې استازی او یاهم ولایتي همکار لرو چې د کمیټې له پالیسۍ او کړنلارې سره سم قضیې څیړي او له مرکزي دفتر سره یې شریکوي. د کمیټې استازي د هرې قضيې په اړه معلومات د پیښې په لومړنیو ساعتونو کې له مرکزي دفتر سره شریکوي او بیا یې په اړه لا زیاتې څیړنې کوي او تعقیبوي یې.
د هغې پالیسۍ له مخې چې موږ یې د معلوماتو د راټولونې لپاره کاروو، د خبریال او رسنیز کارکوونکي لپاره او هم د تاوریخوالو د مواردو لپاره مشخص تعریفونه شته، موږ په دې اړه چې کومې کړنې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی او یا هم ګواښ بلل کیږي له ځانګړو او واضح کړنلارو نه کار اخلو.
کمیټې دغه اصطلاحات له نړیوالو ستندردونو سره په مطابقت کې تعریف کړي او هغه یې د هیواد له حالاتو سره سم تنظیم کړي دي.
دا په دې معنا ده چې کمیټه د تاوریخوالو او ګواښونو هغه پیښې نه ثبتوي کومې چې د خبریالۍ له کار سره تړاو ونه لري. راټولې شوې قضیې په دویم پړاو کې بیا د کابل د دفتر لخوا له ارزولو او تایید وروسته د معلوماتو ډیټابیس کې شاملیږي. شپږمیاشتني رپوټونه په درې ژبو، پښتو، دري او انګلیسي چمتو کیږي او د یوه خبري کنفرانس له لارې رسنیو او هیواولو سره شریکږي.
کمیټې په دې توګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پروړاندې د شویو تاوریخوالو او ګواښونو په اړه د معلوماتو یو پلیټ فارم جوړ کړی دی. کمیټه دغه معلمومات په پرانستې توګه د ټولو په واک کې ورکوي ترڅو شنونکي او څیړونکي ورنه په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو پروړاندې د شته ننګونو د ارزونې لپاره کارواخلي. کمیټه په دې اړه تازه معلومات په هرو شپږو میاشتو کې شریکوي.

Copyright © 2020 AJSC. All Rights Reserved